کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۱ مه نېټه):
د ایرانی رسنیو د خبر له مخې دغه هېواد دوو جرمنی ډیپلوماټانو ته امر کړی، چې له ایران څخه ووځی.
رسنیو زیاته کړې، چې د ایران حکومت تور پوری کړی او ویلی یې دی چې دغو دوو ډیپلوماټانو د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعانی په یوه بیان کې ویلی، چې په تهران کې د جرمنی سفیر، وزارت ته احضار شوی او د دغې پرېکړې خبر ورکړل شوی دی.
هغه په دې اړه چې دغو ډیپلوماټانو په مشخص ډول ډیپلوماتیک پروتوکول څه ډول مات کړی، نور جزییات نه دی ورکړی او نه هم دغو ډیپلوماټانو ته له ایرانه د وتلو ضرب الاجل ورکړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ