کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۲۷مه او د اکټوبر میاشتې ۱۹مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانگړی استازی محمد صادق خان په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان سره کتلی دی.
په دې لیدنه کې امیر عبداللهیان ویلی چې هیواد یې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د لوړپوړو ډیپلوماټانو فوق العاده غونډې کروبتوب ته چمتو دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایی، هېواد یې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د داسې ځانګړې غونډې کوربه توب کوی، تر څو د افغانستان مسئلې ته د حل لاره ومومی او افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنېدولو ته زمینه برابره شی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې امیر عبداللهیان او د افغانستان لپاره د پاکستان د حکومت ځانګړی استازی په دغه هېواد کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دی.
تر اوسه په دې اړه چې دا غونډه به کله جوړه شی څه نه دی ویل شوی.
افغان حکومت هم د ایران د دغو څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
گهیځ