ایران د ا.ا له چارواکو په افغانستان کې د ‌کانونو د کیندنې اجازه غوښتې

د ایران له خوا د افغانستان او ایران لپاره د سوداګرۍ ګډې خونې د افغانستان اسلامی امارت له چارواکو غوښتی چې په دغه هېواد کې د ‌کانونو د کیندنې اجازه ورکړی.

ګهیڅ: د یادې خونې مشر حسین سلیمی تېره ورځ جمعه (د لیندۍ ۵مه) د ترکېې اناتولی خبری ته ویلی، د تهران او طالبانو وروستیو ناستو ته په کتو سره ایرانی چارواکو له دوی غوښتی، څو د کانونو د کیندنې په برخه کې ایرانی انجنیرانو ته د‌ کار زمینه برابر کړی.

د نوموړی په خبره، له دې لارې به د دواړو هېوادونه سوداګریزې اړیکې د پخوا په څېر غښتلې شی.

دغه راز د ایران له خوا د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې چارواکو زیاته کړې، چې ایران له افغانستان سره ګډه پوله لری او د دواړو هېوادونو ګټې کولی شی د سیمې په ګټه هم وی.

د خونې د چارواکو له قوله ویل شوی چې افغان چارواکو تر دا مهاله کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی خو هېلې شته چې دواړه لوری یوې پایلې ته ورسېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.