کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۹ نېټه):
د ایرانۍ رسنۍ “ایرنا” د راپور پر بنسټ د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ایران حکومت ۳ لکه ۲۸ زره بې اسناده افغانان ګډوال بېرته افغانستان ته استولی دی.
یادې رسنۍ د خراسان رضوی د پولیسو د مشر مجید شجاع له قوله زیاته کړې، چې دغه حکومت تازه ۱۳ زره نور بې اسناده افغان کډوال هم د دوغارون او طیبات له سرحدونو افغان لوری ته سپارلی دی.
افغان حکومت لا تر دې دمه د دغو افغان کډوالو د راتلو په اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.
ایران په داسې مهال له خپل هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو خبر ورکوی، چې دې وروستیو کې پاکستان په جبر له دغه هېواده د ۱.۵ میلیونه بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پیل کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ