معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران د غزې په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې

ایران د غزې په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې د فلسطینیانو د جبري کوچېدلو پر ضد د اسلامي همکاریو سازمان د بېړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره په ټیلیفوني خبرو کې د فلسطین خلکو د جبري کوچېدلو په اړه د ټرمپ د طرحې ته په اشاره ویلي، دا اقدام نسل وژنې ته دوام ورکوي.

عراقچي د اسلامي هېوادونو پر واحد دریځ ټینګار کړی او له اسلامي همکاریو سازمان څخه یې د بېړنۍ غونډې د رابللو غوښتنه کړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم د فلسطین د خلکو له حقونو د اسلامي نړۍ د دایمي ملاتړ یادونه کړې او د ایران له وړاندیز سره یې ملاتړ څرګند کړی دی.

ایران او ترکیه د غزې د اوسېدونکو د جبري کوچېدلو پر ضد اسلامي هېوادونو ته د ګډ عمل غږ کړی، څو د فلسطین قضیه د نړیوالو پام ځان ته راواړوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس