ایران د غزې په اړه د اسلامی همکاریو د سازمان د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفونی خبرو کې د فلسطینیانو د جبری کوچېدلو پر ضد د اسلامی همکاریو سازمان د بېړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی له خپل ترکی سیال هاکان فیدان سره په ټیلیفونی خبرو کې د فلسطین خلکو د جبری کوچېدلو په اړه د ټرمپ د طرحې ته په اشاره ویلی، دا اقدام نسل وژنې ته دوام ورکوی.

عراقچی د اسلامی هېوادونو پر واحد دریځ ټینګار کړی او له اسلامی همکاریو سازمان څخه یې د بېړنۍ غونډې د رابللو غوښتنه کړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم د فلسطین د خلکو له حقونو د اسلامی نړۍ د دایمی ملاتړ یادونه کړې او د ایران له وړاندیز سره یې ملاتړ څرګند کړی دی.

ایران او ترکیه د غزې د اوسېدونکو د جبری کوچېدلو پر ضد اسلامی هېوادونو ته د ګډ عمل غږ کړی، څو د فلسطین قضیه د نړیوالو پام ځان ته راواړوی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.