معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران د مخدره توکو د جرم په تور دوه افغانان په دار وځړول

ایران د مخدره توکو د جرم په تور دوه افغانان په دار وځړول

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې دوه تنه افغان اتباع د شېراز په زندان کې اعدام شوي دي.

د خبر پربنسټ دغه سازمان راپور ورکړی، چې د علي الله بخش او افضل الله بخش په نوم دغه دوه کسان د شېراز په عادل آباد زندان کې اعدام شوي دي.

علي او افضل خپلو کې نږدې خپلوان بلل شوي، چې درې کاله وړاندې د مخدره موادو اړوند جرمونو په تړاو بندیان شوي وو.

ایران یو له هغو هېوادونو دی، چې د اعدامونو کچه په‌ کې لوړه ده او له همدې امله د بشري حقونو د ډلو له خوا پرې نیوکې هم کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس