کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د بشری حقونو سازمان خبر ورکړی، چې دوه تنه افغان اتباع د شېراز په زندان کې اعدام شوی دی.
د خبر پربنسټ دغه سازمان راپور ورکړی، چې د علی الله بخش او افضل الله بخش په نوم دغه دوه کسان د شېراز په عادل آباد زندان کې اعدام شوی دی.
علی او افضل خپلو کې نږدې خپلوان بلل شوی، چې درې کاله وړاندې د مخدره موادو اړوند جرمونو په تړاو بندیان شوی وو.
ایران یو له هغو هېوادونو دی، چې د اعدامونو کچه په کې لوړه ده او له همدې امله د بشری حقونو د ډلو له خوا پرې نیوکې هم کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ