کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه):
وروسته له هغې چې تهران کې اوسنی حکومت ته د افغان سفارت د سپارلو خبر خپور شو، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د سفارت په حقوقی وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او نه هم ایران اوسنی افغان حکومت په رسمیت پېژنی.
نوموړی زیاته کړې، چې یوازې د سفارت چارې نویو ډیپلوماټو ته سپارل کیږی.
تر دې وړاندې داسې خبرونه خپاره شوی وو، چې ګوندې ایران پرېکړه کړې، چې راتلونکې شنبه به په تهران کې د افغان سفارت چارې اوسنیو چارواکو ته سپاری.
د ایران دغې دریځ په غبرګون کې ۱۵ افغان ډیپلوماټانو کار بندیز هم اعلان کړی دی.
د څه کم دوه کالو په پوره کېدو هم تر اوسه د سیمې هېڅ کوم هېواد اوسنی افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د چین په ګډون یو شمېر هېوادونو د اوسنی حکومت ډیپلوماټانو ته اجازه ورکړې، چې په دغو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو چارې مخته یوسی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ