کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تسنیم خبری آژانس د ایرانی چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې دغه هېواد د کډوالو وېستلو د پراخ پلان په لړ کې۸لکه ۵۰ زره بې اسناده افغان کډوال وېستلی دی.
د راپور پر بنسټ، د ایران حکومت پرېکړه کړې چې د روان لمریز کال تر پایه دوه میلیونه بې اسناده کډوال له خپلې خاورې وباسی.
د ایران د پولیسو عمومی قوماندان احمدرضا رادان پرون له ایرانی رسنیو سره په مرکه کې ویلی، د ایران پولیس هڅه کوی بې اسناده بهرنیان په ایران کې کار او استوګنه ونه کړی.
بل لور د کرمان چارواکو ویلی، په دې ولایت کې یې ۳۸زره بې اسناده افغان کډوال نیولی او افغانستان ته یې لېږلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ