ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمری/اسد ۱۶مه او د اګسټ ۷مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی په یوه ویډیویی پیغام کې ویلی، چې د پر له پسېډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې افغانستان اوبه ورخوشې کړې دی.
قمی زیاته کړه، چې له افغان چارواکو سره یې خبرې روانې دی څو اوبه په دوامدار ډول د ایران لور ته وبهېږی.
د ا.ا له راتګ وروسته دا دوهم ځل شو چې ایران وایی په غوښتنه یې د ا.ا د مشران د کمال خان بند اوبه ور خوشې کوی خو دوی وایی، چې اوبه د افغانستان لوری ته خوشې کوی.
ا.ا امارت بیا ټینګار کوی چې د ابو په تړاو ایران سره په ۱۳۵۱ کال کې د شوې هوکړې پر بنسټ عمل کوی.
گهیځ