ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۷مه او د جون میاشتې ۷مه نېټه ده) په کابل کې د ایران سفارت وایی چې د دغه سفارت مرستیال خوست ولایت ته تللی څو په یاد ولایت کې د ایرانی پانګه والو د پانګونې لپاره فرصتونه وګوری.
ایرانی ډیپلوماټ ویلی دوی په دې لټه کې دی چې له افغانستان سره خپلې اقتصادی او سوداګریزې اړېکې پراخې کړی.
د ایران سفارت وایی دوی غواړی چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګری اسانه شی او سوداګر وکړی شی په اسانه او ډاډمنه فضا کې پانګونه وکړی.
ایران تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی و او تمه لری چې وکړی شی له افغانستان سره ښې سوداګریزې اړیکې ولری.
گهیځ