معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران له اوو کالو وروسته بیا ځل سعودي عربستان کې خپل سفارت پرانیست

ایران له اوو کالو وروسته بیا ځل سعودي عربستان کې خپل سفارت پرانیست

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۷مه نېټه):
د یو شمېر عربي رسنیو د خبر له مخې سعودي عربستان په پلازمېنې ریاض کې د ایران سفارت بېرته پرانیستل شو.
رسنیو زیاته کړې، چې ریاض کې د ایران سفارت څو میاشتې وروسته له هغې پرانستل کیږي، چې دغو دواړو سیمه ییزو سیالانو د چین په منځګړیتوب د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو د بېرته ټینګېدو په اړه هوکړه وکړه.
ایران او سعودي عربستان له څو کلونو راهیسې پر یو بل منځني ختیځ کې د یمن، سوریې او لبنان هېوادونو د جګړو د دوام تورونه لګوي.
دوی په تېره مارچ میاشت کې خپلې دوه اړخیزې اړیکې بېرته ټینګې کړې. د اړیکو د ټینګېدو موافقه اووه کاله وروسته له هغې وشوه، چې سعودي عربستان د ایران په پلازمېنه تهران کې پر خپل سفارت تر برید وروسته دغه هېواد سره اړیکې پرې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس