ایران له اوو کالو وروسته بیا ځل سعودی عربستان کې خپل سفارت پرانیست

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۷مه نېټه):
د یو شمېر عربی رسنیو د خبر له مخې سعودی عربستان په پلازمېنې ریاض کې د ایران سفارت بېرته پرانیستل شو.
رسنیو زیاته کړې، چې ریاض کې د ایران سفارت څو میاشتې وروسته له هغې پرانستل کیږی، چې دغو دواړو سیمه ییزو سیالانو د چین په منځګړیتوب د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو د بېرته ټینګېدو په اړه هوکړه وکړه.
ایران او سعودی عربستان له څو کلونو راهیسې پر یو بل منځنی ختیځ کې د یمن، سوریې او لبنان هېوادونو د جګړو د دوام تورونه لګوی.
دوی په تېره مارچ میاشت کې خپلې دوه اړخیزې اړیکې بېرته ټینګې کړې. د اړیکو د ټینګېدو موافقه اووه کاله وروسته له هغې وشوه، چې سعودی عربستان د ایران په پلازمېنه تهران کې پر خپل سفارت تر برید وروسته دغه هېواد سره اړیکې پرې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.