ایران وایی، افغانستان سره د اقتصادی اړیکو پراختیا د دوی لومړیتوب دی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې کابل کې د ایران سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی په یوه ټویټ کې لیکلی، چې د ایران او افغانستان د اقتصادی اړیکو د پراختیا په موخه د پانګونې او سوداګرۍ په وړاندې د خنډونو او ستونزو حل د ایران د اوسنی دولت له لومړیتونو څخه دی.
د راپور پر بنسټ، قمی ټینګار کړی چې دوه اړخیزې اړیکې او تعامل، د داوړو لورو د ګټو په سیوری کې ټینګیږی.
د راپور په اساس، کابل کې د ایران سفیر زیاته کړې، افغانستان ته د هېواد د صادراتو تنظیمول، د ویزې د ورکړې بهیر کې اسانتیا، د سوداګر تګ – راتګ، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ فعالول، د تولید او پانګونې پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او اسانتیا رامنځته کولو کمېټې جوړول، د دواړو هېوادونو له پانګوالو ملاتړ او د کانونو د کنسرسیوم جوړول، د اقتصاد، تولید او سوداګرۍ په حوزه کې له ترسره شویو اقداماتو څخه دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.