کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۴ مه نېټه):
د ایرانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د اټومی انرژۍ ادارې مشر ویلی، حکومت به یې له نړیوالو څارونکو سره د هرو نویو فعالیتونو په اړه همکاری وکړی.
نوموړی دغه څرګندونې د اسوشېټېډ پرېس خبری آژانس سره د روانې اوونۍ د هغه ځانګړی راپور لۀ خپرېدو وروسته کړی چې ویلې یې دی، ایران تر ځمکې لاندې نتنز اټومی بټۍ ته نږدې د نویو تونلونو په جوړولو پیل کړی دی.
د راپور له مخې دغه تونلونه تر ځمکې لاندې دومره ژور کېندل کېږی چې د دغسې ځایونو په نښه کولو لپاره د امریکا جوړې شوې وسلې کار نه ورکوی.
د دغه راپور خپرېدو په منځنی ختیځ کې ډېر غبرګونونه راوپارول، خو د ایران د اټومی انرژۍ د ادارې مشر د کابینې له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلی، چې ایران د نړیوالې اټومی انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې کار کوی او هر کله چې نوی فعالیتونه پیلوی، هغه له دې ادارې سره همغږی کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ