ایران وایی، نور د افغان کډوالو د کوربتوب وړتیا نه لری

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومنی ویلی، د روان لمریز کال له پیل راهیسې څه باندې یو میلیون غیر قانونی کډوال خپلو هېوادونو ته ستانه شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې له یاد شمېر کډوالو څخه ښایی ۵۰ سلنه بېرته ایران ته راګرځېدلی وی.

سکندر مومنی د ایران له دولتی ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلی، ایران نور د افغان کډوالو د کوربتوب وړتیا نه لری او هڅه کوی، چې د پولو د تړلو په ګډون د بېلابېلو اقداماتو له لارې ایران ته د غیر قانونی کډوالو د ننوتلو مخه ونیسی.

یاد چارواکی ټینګار کړی، چې د کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ دوام لری او د سرحدی کنټرولونو لا جدی کولو ته اړتیا ده.

دې وروستیو کې پاکستان او ایران یو وار بیا د افغان کډوالو ژوند تریخ کړی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.