معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران وایي، هېواد کې یې د افغان بندیانو شمېر ډېر زیات دی

ایران وایي، هېواد کې یې د افغان بندیانو شمېر ډېر زیات دی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ويلي، چې په دې هېواد کې د افغان بندیانو شمېر ډېر لوړ دی، خو یې کره شمېر نه دی څرګند کړی.

بقایي د خپلې اونیزې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې د ایران حکومت له افغان لوري سره د افغان بندیانو د لېږدولو په اړه په خبرو بوخت دی.

هغه زیاته کړې، چې ډېری افغانان د مخدره موادو اړوندو جرمونو په تور په زندانونو کې دي.

د ایران دولتي آژانسونو تېره اوونۍ راپور ورکړ، چې د ایران حکومت به په راتلونکو دوو میاشتو کې شاوخوا زر افغان بندیان افغانستان ته ولېږدوي، چې په بدل کې به یې د افغانستان په زندانونو کې ایراني بندیان هم تبادله شي.

افغانستان کې د ایراني بندیانو دقیق شمېر لا هم نه دی څرګند شوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس