ایران وایی، هېواد کې یې د افغان بندیانو شمېر ډېر زیات دی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی ویلی، چې په دې هېواد کې د افغان بندیانو شمېر ډېر لوړ دی، خو یې کره شمېر نه دی څرګند کړی.

بقایی د خپلې اونیزې خبری غونډې پر مهال ویلی، چې د ایران حکومت له افغان لوری سره د افغان بندیانو د لېږدولو په اړه په خبرو بوخت دی.

هغه زیاته کړې، چې ډېری افغانان د مخدره موادو اړوندو جرمونو په تور په زندانونو کې دی.

د ایران دولتی آژانسونو تېره اوونۍ راپور ورکړ، چې د ایران حکومت به په راتلونکو دوو میاشتو کې شاوخوا زر افغان بندیان افغانستان ته ولېږدوی، چې په بدل کې به یې د افغانستان په زندانونو کې ایرانی بندیان هم تبادله شی.

افغانستان کې د ایرانی بندیانو دقیق شمېر لا هم نه دی څرګند شوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.