کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران مذهبی مشر ایت الله علی خامنه یی تېره ورځ د جمعې په خطبه کې ویلی، چې ایران او په سیمه کې د تهران ملاتړې ډلې به د اسراییلو پر وړاندې شاتګ ونه کړی.
خامنهیی دا څرګندونې په داسې مهال وکړې، چې له دې څو ساعته وړاندې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسراییلو په یو برید کې ویل شوی چې د ایران د ملاتړې حزب الله ډلې د وژل شوی مشر حسن نصرالله ځای ناستی هم په نښه شوی دی.
په داسې حال کې چې اسراییل د ایران برید ته د غبرګون ښودلو لپاره پر ممکنو لارو چارو غور کوی، د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلی، باور نه کوی چې په منځنی ختیځ کې پراخه جګړه پیل شی.
د ایران او اسراییلو ترمنځ کړکېچ دې وروستیو کې اوج ته رسېدلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ