ایران ویلی، هېڅکله به د امریکا غوښتنه ونه منی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران مذهبی مشر ایت‌ الله علی خامنه‌ یی له امریکا سره د هر ډول مذاکراتو احتمال رد کړی دی.

نوموړی ټینګار یې کړی، واشنګټن یوازې نوې غوښتنې مطرح کوی، چې په خبره یې ایران به یې هېڅکله ونه منی.

خامنه‌ یی ایران ته د امریکا د ولسمشر ډانالډ ټرمپ تر لیک استولو یوه ورځ وروسته ویلی، ځینې حکومتونه او زورواکی شخصیتونه پر مذاکراتو ټینګار کوی، خو هدف یې د ستونزو حل نه دی؛ بلکې غواړی خپل نظرونه تحمیل کړی.

ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ ویلی وو، چې خامنه‌ یی ته یې لیک استولی او تهران ته یې د نویو اټومی مذاکراتو بلنه ورکړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.