ایران په افغانستان کې د خپلې حقابې پر سر اوبو او انرژۍ وزارت باندې نیوکې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی د ایران دولتی ټلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکې کې د خپلې حقابې په اړه تازه څرګندونې کړی.
قمی دغه مرکه کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت پر مسوولینو نیوکه کړې، چې د حقابې په اړه یې د ایرانی چارواکو پر بار_بار غوښتنو سترګې پټې کړی دی.
د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی زیاته کړې، چې د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت تخنیکی کارکوونکو او متخصصینو د ایران د حقابې غوښتنې په اړه تر اوسه هېڅ کوم اقدام نه دی کړی.
افغان لوری تر دا مهاله د قمی دغو څرګندونو په غبرګون کې څۀ نه دی ویلی.
ایرانی چارواکو تر دې وړاندې هم څو وار د افغانستان اوبو کې د خپلې بشپړې حقابې د ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه، خو افغان لوری بیا ټینګار کړی و، چې دوی د اصولو مطابق ایران ته د اوبو ورکړې ته ژمن دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.