ایران په افغانستان کې د شرارت لپاره بهانې لټوې!!

د یوې ایرانی رسنۍ د راپور له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعانی له خبریالانو سره د خبرو په ترڅ کې یو ځل بیا له افغانستان سره د دغه هېواد د اوبو لانجه یو ځل بیا یاده کړې او د سرچینې په خبره هیله یې څرګنده کړې چې افغان حکومت وکړای شی د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانی تړون په چوکاټ کې د ایران د اوبو حق د ورکړې په لړ کې خپلې ژمنې پوره کړی.

د دغه راپور له مخې کنعانی د سلواغې په ۱۶مه له خبریالانو سره په خپلې اونیزې غونډې په ترڅ کې وویل چې پدې تړاو یې د افغانستان له سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې اترې او تماسونه دوام لری او په خبره یې د هلمند سیند د اوبو موضوع د خبرواترو یوه جدی موضوع ده چې په اړه د کابل له چارواکو د ایران له دوامدارو غوښتنو څخه ده.

ایرانی چارواکی په وار وار د هلمند د سیند د اوبو موضوع له افغانستان سره د خپلې یوې دوامداره ستونزې په توګه یادوی او تل پدې اړه مغرضانه او پارونکې خبرې کوی او داسې فکر کېږی چې که افغان حکومت دا ستونزه حل نکړی نو دوی به خوا مخوا داسې کوم اقدام وکړی چې هغه د چا خبره پایلې به یې ښې نه وی.

دوی پدې تړاو دومره جدی خبرې کوی چې آن کله ناکله ډیپلوماتیک آداب او مروج رسمونه هم تر پښو لاندې کوی او په ګواښمنه لهجه د دوی په خبره خپل د اوبو حق غواړی او ښه نمونه یې په تېر دوبی کې د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان ایالت ته د هغوی د ولسمشر ښاغلی رییسی د سفر په ترڅ کې د نوموړی هغه بې ادبه او پارونکې خبرې وې چې ویل یې که افغانستان د هلمند له سند څخه د دوی د اوبو حق ورنکړی نو د ده په خبره پایلې به یې ښې نه وی.

هغه وخت هم افغان چارواکو او افغان سیاستوالو پدې تړاو بېلابېل غبرګونونه څرګند کړل او د ایرانی ولسمشر دغه لهجه او څرګندونې یې د ټولو مروجه ډیپلوماتیکو عرفونو خلاف وګڼل او آن په سیمه ییزه او نړیواله کچه هم د ایرانی ولسمشر دغه پارونکې او د ډیپلوماتیکو آدابو خلاف څرګندونې وغندل شوې او بېلابېل نظرونه یې په تړاو ښکاره شول.

د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند د سیند د اوبو وېش او پدې ګډو اوبو کې د ایران د حق تثبیت د دواړو هېوادو د شاهی حکومتونو تر منځ د یوه لاسلیک شوی تړون په اساس ترسره شوی ؤ او په دغه موده کې دواړو هېوادونو تر منځ نه یوازې څو حکومتونه بدل را بدل شوی دی چې په سیمه او نړۍکې هم پراخ اقلیمی بدلونونه هم را منځ ته شوی دی.

د تاریخی اسنادو پر بنسټ د هلمند د اوبو تړون په ۱۹۷۳زېږدیز کال کې هغه وخت چې محمد موسی شفیق د افغانستان صدراعظم ؤ، له ایران سره لاسلیک شو او د دې تړون له مخې دواړو لوریو هوکړه کړې وه ترڅو هر کال به له افغانستان څخه ایران ته اته سوه او شل میلیونه کیوبک متره اوبه داخلېږی.

اما پدې تړاو د ایران نارې سورې پدې وروستیو کلونو کې چې د سیمې او نړۍ په کچه پراخ اقلیمی او سیاسی بدلونونه رامنځ ته شوی دی پورته شوې دی په تېره بیا د ایرانی واکمنو فریادونه هغه وخت ډېر اوچت شول چې کله د افغانستان واکمنو د تېر جمهوریت پر وخت د هېواد په جنوب لویدیځه حوزه کې د اوبو بندونه جوړ کړل او هڅه یې وکړه چې ګاونډیو هېوادو ته د افغانستان بې ځایه بهیدونکې اوبه را کنټرول او په خپل هېواد کې ترې ګټه واخلی.

د ایرانی واکمنو او په هغه هېواد کې د ځینو خبیثو کړیو دا فریادونه دومره زیات شول چې آن ولسمشر یې هر ډول ډیپلوماتیک پروتوکولونه تر پښو لاندې کړل او له افغانستان سره په ګډه پوله پراته د هغه هېواد د سیستان او بلوچستان ایالت ته د یوه کمپاینی سفر په ترڅ کې افغانستان په څرګنده وګواښاوه.

د ایرانی ولسمشر تر دې پارونکو او ګواښونکو څرګندونو وروسته افغانستان ته د ایران تخنیکی ټیم هم د همدې اوبو د کچې معلومولو او د دوی په خبره د خپلې حقابې د تثبیت په موخه سفر وکړ او هرڅه یې په خپلو سترګو ولیدل او وارزول، اما د دې سره سره د ایرانی چارواکو نارې سورې غلې نه شوې.

ځینی سیمه ییز کار پوهان پدې اند دی چې د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د اوبو د کمښت عوامل هلته د نفوسو وده، بې فایدې کرنه او د اوبو د ښه مدیریت نه شتون دی چې لدې سره سره بیا هم ایرانی چارواکی له افغانستان څخه د دوی په خبره د اوبو د خپل حق غوښتنه کوی.

اوس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند تر وروستیو څرګندونو وروسته داسې ښکاری چې ورځ تر بلې دا مسأله له ایران سره سختیږی او اړتیا ده ترڅو افغان حکومت خپلو اوبو ته ځانګړې پاملرنه وکړی او که ایران بیا هم په سپین سترګی توب سره د اوبو نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوی باید نړیوالو بنسټونو ته چې د اوبو په برخه کې کار کوی شکایت وکړی تر څو دغه کړکیچ ته د پای ټکی کېږدی. “پای”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.