کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، چې له ایران څخه ۲ زره ۷۰۲ افغان کډوال د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شول.
د دغه وزارت په خبره، د یادو شویو کسانو له جملې څخه یې ۷۶۱ تنه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه ور پېژندلی دی.
دې وروستیو کې له ایران څخه د کډوالو د بېرته راستنېدو چاره ګړندۍ شوې، چې ګڼ شمېر خلک یې لوی لامل د ایرانی حکومت له لوری افغان کډوالو سره بد چلند په ګوته کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ