کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی، چې ایران د څه باندې ۱۰ زره پاکستاني اتباعو پاسپورټونه بلاک کړي دي.
د دُنیا په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي، چې د ایران چارواکو یاد پاسپورټونه د قاچاق، غیر قانوني استوګنې، افراطیت او نشه یي توکو کارونې په تور د ۵ او ۷ کلونو لپاره بند کړي دي.
د خبر پر بنسټ د بلاک شویو پاسپورټونو شمېره ۱۰ زره ۵۰ ته رسیږي، چې د پاکستاني اتباعو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
پاکستاني چارواکو د دې موضوع په تړاو د وضعیت د ارزونې لپاره هلې – ځلې پیل کړي، څو د ایران له لوري د یادو اقداماتو علتونه وڅېړي او د ستونزې د هواري لپاره حل لارې ومومي.
د ایران او پاکستان ترمنځ د غیر قانوني سرحدي فعالیتونو موضوع تل د دواړو هېوادونو د اړیکو پر تګلاره سیوری غوړولی او دې وروستیو پېښو په دې برخه کې لا زیاتې ستونزې راپورته کړې دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/