ایران څه باندې ۱۰ زره پاکستانی پاسپورټونه بلاک کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی، چې ایران د څه باندې ۱۰ زره پاکستانی اتباعو پاسپورټونه بلاک کړی دی.

د دُنیا په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلی، چې د ایران چارواکو یاد پاسپورټونه د قاچاق، غیر قانونی استوګنې، افراطیت او نشه یی توکو کارونې په تور د ۵ او ۷ کلونو لپاره بند کړی دی.

د خبر پر بنسټ د بلاک شویو پاسپورټونو شمېره ۱۰ زره ۵۰ ته رسیږی، چې د پاکستانی اتباعو لپاره جدی ستونزې رامنځته کړې دی.

پاکستانی چارواکو د دې موضوع په تړاو د وضعیت د ارزونې لپاره هلې – ځلې پیل کړی، څو د ایران له لوری د یادو اقداماتو علتونه وڅېړی او د ستونزې د هواری لپاره حل لارې ومومی.

د ایران او پاکستان ترمنځ د غیر قانونی سرحدی فعالیتونو موضوع تل د دواړو هېوادونو د اړیکو پر تګلاره سیوری غوړولی او دې وروستیو پېښو په دې برخه کې لا زیاتې ستونزې راپورته کړې دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.