کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۵ مه نېټه):
د ایران د بهرنۍ پانګونې ټولنې مشر وایی، په دغه هېواد کې تر ټولو ډېره بهرنۍ پانګونه د افغانانو لهخوا شوې ده.
حسین سلیمی وایی، افغانانو په ایران کې له ۳ لکه ډالرو څخه تر لسو میلیونو ډالرو پورې پانګونه کړې ده.
د ځوانو خبریالانو ټولنې د حسېن سلیمی له قوله راپور ورکړ، چې په ایران کې د بهرنیو پانګوالو په منځ کې افغانان په لومړی ځای کې، چینایان دوهم او عراقیان درېیم ځای لری.
د دغې ټولنې په وینا، په ایران کې به د زیاتو افغان پانګوالو غوښتنه تصویب او عملی شی.
حسین سلیمی وایی، که څه هم په ایران کې بهرنیو پانګوالو ته جوازونه زیات شوی، خو بیا هم دغه هېواد له ترکیې او د فارس خلیج له هېوادونو وروسته پاتې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ