معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه کمېټه جوړیږي

ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه کمېټه جوړیږي

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه تخنيکي کمېټه جوړه شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د کډوالو چارو مرستيال عبدالرحمن راشد په کابل کې د ایران له مرستيال سفير غلام رضا نجاري سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.
د دوی په خبره په دې لیدنه کې دواړو لورو په تهران کې د افغان مهاجرينو وضعیت په اړه د څلور اړخيزې ناستې د پایلو هغوی ته د لا زیاتو اسانتياوو برابرولو او د راتلونکي اقداماتو په اړه خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې په کابل کې د ایران مرستیال سفیر غلام رضا نجاري د يادې کمېټې جوړېدل ګټور بللي او ډاډ يې ورکړی چې هېواد به یې افغان کډوالو ته د ښو شرایطو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي.
تر دې وړاندې ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورېدنې ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي وو چې له امله یې ګڼ غبرګونونه راپارېدلي و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس