کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایی، ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه تخنیکی کمېټه جوړه شی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلی چې د دغه وزارت د کډوالو چارو مرستیال عبدالرحمن راشد په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر غلام رضا نجاری سره په خپل کاری دفتر کې لیدلی دی.
د دوی په خبره په دې لیدنه کې دواړو لورو په تهران کې د افغان مهاجرینو وضعیت په اړه د څلور اړخیزې ناستې د پایلو هغوی ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د راتلونکی اقداماتو په اړه خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې په کابل کې د ایران مرستیال سفیر غلام رضا نجاری د یادې کمېټې جوړېدل ګټور بللی او ډاډ یې ورکړی چې هېواد به یې افغان کډوالو ته د ښو شرایطو برابرولو ته جدی پاملرنه وکړی.
تر دې وړاندې ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورېدنې ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوی وو چې له امله یې ګڼ غبرګونونه راپارېدلی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ