کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه وزارت د سرپرست او د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي ترمنځ کتنه کې افغان کډوالو پر وضیعت او د کار، استوګنې او زده کړې په اړه د هغوی د شته ستونزو په اړه خبرې کړي.
ایراني لوري خپل هېواد کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند اوازې او تبلیغات بللي او ډاډ یې ورکړی، چې د کډوالو ټولو حقونو ته به رسېدنه وکړي.
یاده لیدنه کې په دې هوکړه شوې، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه به له کابل څخه یو پلاوی ایران ته ولاړ شي.
وړاندې تر دې ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه خلکو شکایتونه کړي وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/