ایران کې د افغان کډوالو پر ناوړه وضعیت د کډوالو وزیر کابل کې د ایران له سفیر سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوری په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د دغه وزارت د سرپرست او د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی ترمنځ کتنه کې افغان کډوالو پر وضیعت او د کار، استوګنې او زده کړې په اړه د هغوی د شته ستونزو په اړه خبرې کړی.

ایرانی لوری خپل هېواد کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند اوازې او تبلیغات بللی او ډاډ یې ورکړی، چې د کډوالو ټولو حقونو ته به رسېدنه وکړی.

یاده لیدنه کې په دې هوکړه شوې، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه به له کابل څخه یو پلاوی ایران ته ولاړ شی.

وړاندې تر دې ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه خلکو شکایتونه کړی وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.