معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران کې د الوتنو بهیر بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی

ایران کې د الوتنو بهیر بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پر ایران د اسراییلو له هوايي برید وروسته د دغه هېواد چارواکو ويلي، چې د الوتنو بهیر بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند ویلي، الوتنې نن سهار ۹ بجې بېرته عادي حالت ته ګرځېدلي دي.

د چارواکو په وینا، تهران کې د خمیني نړیوال هوايي ډګر او نه هم د دغه هېواد نور هوايي ډګرونه د اسراییلو په بریدونو کې په نښه شوي دي.

اسراییلو ویلي، تېره شپه یې تهران او دوو نورو سیمو کې د ایران پوځي مرکزونه په نښه کړي.

د اسراییلو پوځ ویلي، تهران، خوزستان او ایلام کې یې د ایران ۲۰ پوځي مرکزونو باندې بریدونه کړي.

ایران هم منلې چې اسراییلو د دوی پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي، خو وايي.زیان یې کم دی.

مالیزیا، سعودي عربستان، پاکستان او عمان هغه هېوادونه دي چې دغه برید ته یې غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس