ایران کې د الوتنو بهیر بېرته عادی حالت ته ګرځېدلی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پر ایران د اسراییلو له هوایی برید وروسته د دغه هېواد چارواکو ویلی، چې د الوتنو بهیر بېرته عادی حالت ته ګرځېدلی دی.

د ایران د هوایی چلند ادارې ویاند ویلی، الوتنې نن سهار ۹ بجې بېرته عادی حالت ته ګرځېدلی دی.

د چارواکو په وینا، تهران کې د خمینی نړیوال هوایی ډګر او نه هم د دغه هېواد نور هوایی ډګرونه د اسراییلو په بریدونو کې په نښه شوی دی.

اسراییلو ویلی، تېره شپه یې تهران او دوو نورو سیمو کې د ایران پوځی مرکزونه په نښه کړی.

د اسراییلو پوځ ویلی، تهران، خوزستان او ایلام کې یې د ایران ۲۰ پوځی مرکزونو باندې بریدونه کړی.

ایران هم منلې چې اسراییلو د دوی پر پوځی مرکزونو بریدونه کړی، خو وایی.زیان یې کم دی.

مالیزیا، سعودی عربستان، پاکستان او عمان هغه هېوادونه دی چې دغه برید ته یې غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.