معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران کې د قانوني افغان کډوالو د استوګنې موده وغځول شوه

ایران کې د قانوني افغان کډوالو د استوګنې موده وغځول شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۲ مه نېټه):
د ايران د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د څه باندې يو ميليون افغان کډوالو د استوګنې اسناد یې د روانې مرغومي مياشتې تر پايه تمديد کړي دي
دوی دغه راز زیاته کړې چې د دغو اسنادو د بیا تمديد کېدو امکان هم شته دی.
د ايران د کورنيو چارو وزارت د بهرنيو کډوالو او اتباعو مدير سردار صادق رضادوست ويلي، تېره اونۍ د کورنيو چارو وزير په غړيتوب يو کمېسيون جوړ شو چې په ترڅ کې یې ټولو افغان کډوالو ته د کار کولو اجازه او د اوسېدنې ځانګړي کارتونو د ورکړې پرېکړه وشوه.
د رضا دوست په خبره چې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره لومړني ګامونه اخيستل شوي او ډير ژر به یې عملي پړاوونه هم پيل شي.
افغانستان کې تر اوسني سیاسي تحول وروسته ګڼ شمېر افغانان بهرنیو ملکونو ته کډوال شول چې لویه برخه یې پاکستان او ایران کې مېشت دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس