ایران کې د قانونی افغان کډوالو د استوګنې موده وغځول شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۲ مه نېټه):
د ایران د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د څه باندې یو میلیون افغان کډوالو د استوګنې اسناد یې د روانې مرغومی میاشتې تر پایه تمدید کړی دی
دوی دغه راز زیاته کړې چې د دغو اسنادو د بیا تمدید کېدو امکان هم شته دی.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو او اتباعو مدیر سردار صادق رضادوست ویلی، تېره اونۍ د کورنیو چارو وزیر په غړیتوب یو کمېسیون جوړ شو چې په ترڅ کې یې ټولو افغان کډوالو ته د کار کولو اجازه او د اوسېدنې ځانګړی کارتونو د ورکړې پرېکړه وشوه.
د رضا دوست په خبره چې د دې پرېکړې د عملی کولو لپاره لومړنی ګامونه اخیستل شوی او ډیر ژر به یې عملی پړاوونه هم پیل شی.
افغانستان کې تر اوسنی سیاسی تحول وروسته ګڼ شمېر افغانان بهرنیو ملکونو ته کډوال شول چې لویه برخه یې پاکستان او ایران کې مېشت دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.