معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران کې لاریونونه ورځ تر بلې زور اخلي

ایران کې لاریونونه ورځ تر بلې زور اخلي

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
د یو شمېر بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ایران کې د حکومت ضد لاریونونه ورځ تر بلې زور اخلي.
بي بي سي په خپل یو راپور کې ویلي چې ښځې د هغو لاریونونو مخکښانې دي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې یې هېواد په سر اخیستی دی.
راپورونه وایي چې لاریونوال د خپلې ازادۍ د اساسي حقونو لپاره مبارزه کوي او د الزامي حجاب او پړوني ختمولو غوښتنه کوي.
داسې راپورونه هم خپاره شول چې ګوندې ایراني پولیسو لاریونونو کې نیول شوې یو شمېر ښځې له جنسي پلوه ځورولې دي.
د ایران په بند کې د بې حجابۍ له امله د مهسا امیری مړینې ګڼ ایرانیان غوسه کړي چې د هېواد په لر او بر کې یې پراخ لاریونونه او اعتراضونه پیل کړي دي.
بي بي سي ویلي چې خبریالې یې رعنا رحیمپور د ایران ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب ځینې ارشیفي انځورونه رایستلي چې اوس د ایران ګڼو ښارونو کې د هماغه وخت د ایران د کوڅو لاریونو ورته والی په کې لیدل کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس