ایران کې لاریونونه ورځ تر بلې زور اخلی

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
د یو شمېر بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ایران کې د حکومت ضد لاریونونه ورځ تر بلې زور اخلی.
بی بی سی په خپل یو راپور کې ویلی چې ښځې د هغو لاریونونو مخکښانې دی چې له تېرو دوو اونیو راهیسې یې هېواد په سر اخیستی دی.
راپورونه وایی چې لاریونوال د خپلې ازادۍ د اساسی حقونو لپاره مبارزه کوی او د الزامی حجاب او پړونی ختمولو غوښتنه کوی.
داسې راپورونه هم خپاره شول چې ګوندې ایرانی پولیسو لاریونونو کې نیول شوې یو شمېر ښځې له جنسی پلوه ځورولې دی.
د ایران په بند کې د بې حجابۍ له امله د مهسا امیری مړینې ګڼ ایرانیان غوسه کړی چې د هېواد په لر او بر کې یې پراخ لاریونونه او اعتراضونه پیل کړی دی.
بی بی سی ویلی چې خبریالې یې رعنا رحیمپور د ایران ۱۹۷۹ کال د اسلامی انقلاب ځینې ارشیفی انځورونه رایستلی چې اوس د ایران ګڼو ښارونو کې د هماغه وخت د ایران د کوڅو لاریونو ورته والی په کې لیدل کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.