کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایران کې د انقلاب تایباد لوی څارنوال ویلی، د سږ کال له پیله د تایباد په بېلابېلو برخو کې هغه ۱۶ کورونه چې ناقانونه افغانانو ته ورکړل شوی وو، مهرولاک شوی دی.
نوموړی ویلی، دغه ګام یې له هغه وروسته اخیستی، چې ځینو ښاریانو د ناقانونه وګړو په اړه ورته شکایت کړی و او ځینو قضایی چارواکو یې په اړه هم نوموړی ته سپارښتنې کړې وې.
نوموړی ویلی، هغو کسانو چې افغانانو ته کورونه په اجاره ورکړی وو، هغوی به قضایی څانګو ته لېږل کیږی.
هغه وایی، د موټرو خاوندان چې نا قانونه افغانان لېږدوی، سزا به ورکړل شی.
د ایران د ملی امنیت شورا د پرېکړې سره سم به یې موټر تر شپږو میاشتو ودرول شی.
د دغه ایرانی چارواکی د وینا له مخې، د روان کال تر نیمایی پورې ۲۳ زره ناقانونه افغانان نیول شوی او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ