کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۵ مه نېټه):
د هرات سیمه ییز چارواکی وایی، چې ایران حکومت نن د اسلام کلا پر پوله ۲۶۸ افغان بندیان د سرپرست افغان حکومت مسوولینو ته سپارلی دی.
د هرات د محبس مدیر وایی، دغه بندیان د نشه یی توکو د قاچاق په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تور په ایران کې بندیان وو او د هوکړې له مخې د یاد هېواد له بنده خوشې او د بند پاتې موده به د افغانستان په زندانونو کې تېروی.
دې وروستیو کې ایران او پاکستان پر افغان کډوالو خپله کړۍ راتنګه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ