ایرلېنډ په لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۶   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایرلېنډ کرکټ ملی لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ چې تېر ماسخوتن د متحده عربی اماراتو په شارجه لوبغالی کې وشوه، افغان لوری د پچې په ګټلو سره د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د ایرلېنډ لوبډلې د خپلې توپوهنې په پاڼۍ کې د ۱۴۹ منډو په کولو سره افغان لوبډلې ته د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له اړخه راشدخان ښه توپ اچونه وکړه، چې د ۱۹ منډو په بدل کې یې درې لوبغاړی وسوځول.

په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې په لومړی ځل لوبیدونکی افغان لوبغاړی، ننګیالی خروټی بیا په ۴ اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړی وسوځول.

افغان لوبډلې د توپوهنې په پیل کې خپل لوبغاړی له لاسه ورکړل.

که څه هم نوی وېکټ ساتونکی توپوهونکی محمداسحاق یوه شېبه لوبه چټکه کړه، خو هغه هم له ۳۲ منډو جوړولو وروسته اوټ شو، چې په دې سره د افغانستان ټولو لوبغاړو د ۱۱۱ منډو په جوړولو سره د نولسم اور په ۴م توپ وسوځېدل.

دواړه لوبډلې به د روانې لوبلړۍ دوهمه شل اوریزه سیالی سبا د یکشنبې ورځ ترسره کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.