کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل ته د فلای دوبۍ هوایی شرکت د الوتنو له پیلېدو وروسته اوس ایر عربیه هوایی شرکت هم کابل ته د خپلو الوتنو د بیا پیلېدو خبر ورکړی.
ملی راډیو تلوېزیون په دوبۍ کې د افغان قونسلګرۍ له قوله ویلی، چې د متحده عربی اماراتو دا هوایی شرکت به د کابل – شارجې ترمنځ الوتنې له سره پیل کړی.
د خبر پر بنسټ، دغه شرکت به د راتلونکې جنورۍ میاشتې له لسمې نېټې کابل ته الوتنې پیل کړی.
دغې هوایی شرکت افغانستان کې تر سیاسی تحول وروسته کابل ته خپلې الوتنې ځنډولې وې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ