کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټېسلا او سپېس اېکس کمپنیو اجرایوي مشر او د امریکا د ولسمشر سلاکار ایلان ماسک ویلي، امریکا غږ او آزادي راډیو بې ګټې دي او یوازې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کوي.
ماسک د خپلې ټولنیزې رسنۍ “اېکس” په یوه پیغام کې لیکلي، امریکا غږ او د آزادې اروپا – آزادي راډیو باید وتړل شي.
نوموړي ادعا کړې، چې اروپا اوس آزاده ده او دغه راډیو څوک نه اوري.
هغه د دې رسنیو چلوونکي افراطي کیڼ اړخي لیوني بللي او ویلي یې دي، چې دوی هر کال د امریکا د مالیه ورکوونکو یو میلیارد ډالر ضایع کوي.
تر اوسه د امریکا غږ او آزادۍ راډیو چارواکو د ماسک د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/