کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټېسلا او سپېس اېکس کمپنیو اجرایوی مشر او د امریکا د ولسمشر سلاکار ایلان ماسک ویلی، امریکا غږ او آزادی راډیو بې ګټې دی او یوازې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کوی.
ماسک د خپلې ټولنیزې رسنۍ “اېکس” په یوه پیغام کې لیکلی، امریکا غږ او د آزادې اروپا – آزادی راډیو باید وتړل شی.
نوموړی ادعا کړې، چې اروپا اوس آزاده ده او دغه راډیو څوک نه اوری.
هغه د دې رسنیو چلوونکی افراطی کیڼ اړخی لیونی بللی او ویلی یې دی، چې دوی هر کال د امریکا د مالیه ورکوونکو یو میلیارد ډالر ضایع کوی.
تر اوسه د امریکا غږ او آزادۍ راډیو چارواکو د ماسک د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ