ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمری/اسد ۱۳مه او د اګسټ میاشتې ۴ مه نېټه ده) افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تایوان په اړه د امریکا او چین د کړکېچ په غبرګون کې د نړۍ له هېوادونو غوښتی، چې له هغو پرېکړو دې ډډه وکړی چې د نورو هېوادونو له ملی حاکمیت څخه سرغړونه ګڼل کېږی او د حساسیتونو د راپارولو لپاره زمینه برابروی.
د دغه وزارت ویاند «عبدالقهار بلخی» بېګاه (چهارشنبه د زمری ۱۲مه) پر خپل ټویټر لیکلی چې د چین او امریکا اړیکې د سیمې پر امنیت، ثبات او سوکالۍ اغېز کوی.
هغه لیکلی چې ا.ا د چین او متحده ایالتونو پر تګلارې ټینګار کوی او وایی د دوی ترمنځ اختلافات باید په مناسبو لارو حل شی، څو د سیمې او نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون سهار (چهارشنبه، د زمری ۱۲مه) د امریکا د استازو جرګې مشره «نانسی پلوسی» له ۲۵ کلن ځنډ وروسته تایوان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر او د پارلمان له غړو سره کتلی او خبرې اترې یې کړی دی.
پلوسی ویلی، چې امریکا به هیڅکله د تایوان له ملاتړ څخه په شا نشی خو چین یې په ځواب کې ویلی چې د امریکا دا کارونه له اور سره لوبې دی او که لاس په سر نشی ځان به پرې ایره کړی.
گهیځ