ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وری ۲۹مه او د اپرېل ۱۸مه نېټه ده) د رییس الوزراء مرستیال مولوی عبدالکبیر د اسلامی هیوادونو د همکاریو له سازمان څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.
دا خبره د رییس الوزراء د دفتر پر ټویټرپاڼه شوې.
دفتر وایی مولوی عبدالکبیر تیره ورځ د یاد سازمان د خوړو خوندیتوب سازمان له مشر یرلان بادویلت سره لیدنه کې ویلی چې دغه سازمان باید له افغانستان سره خپلې مرستې او همکارۍ زیاتې کړی.
هغه ویلی چې ۴۰ کلنې جګړې افغانستان ته په بېلابېلو برخو کې زیانونه رسولی او په خبره یې د اسلامی همکاریو سازمان دې له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره افغانستان ته د مرستو اوږه ورکړی.
یرلان ویلی، چې ټول غړی هېوادونه له افغانستان سره مرستې ته ژمن دی، هغه ویلی : ”د عاجلې ځواب وینې پروګرام تر چتر لاندې له مرستندویه هیوادونو سره د بشری مرستو پر زیاتولو کار کوو”.
د خوړو نړیوال سازمان په دغه پلاوی په افغانستان کې د قزاقستان سفیر هم حضور درلود.
هغه په هېواد کې د خوړو بحران ته په اشارې ویلی، قزاقستان په پام کې لری چې افغانستان ته د غنمو صادرات بېرته پخوانۍ کچې ته ورسوی او له دې لارې د افغانستان د خوړو خوندیتوب سره مرسته وکړی.
گهیځ