ګهیځ: نن شنبه (د سلواغې ۹مه) افغان حکومت د پاکستان د ملی امنیت سلاکار معید یوسف دا ادعا ردوی چې ګواکې افغان خاوره لا هم د دوی په ضد کارول کېږی.
یوسف تېره ورځ (د سلواغې مه) د پاکستان د ملی شورا د بهرنۍ کمېټې په یوه غونډه کې دا تور پورې کړی.
هغه ویلی چې د افغانستان په سرحدی سیمو کې منظمې ترهګرې ډلې فعالیت کوی او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان دولت جنګ ځپلی افغانستان ته د طالبانو د بیا راتګ په اړه بشپړ خوښ نه دی.
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمی بیا د یوسف د څرګندونو په غبرګون رسنیو ته وویل، د افغانستان خاوره د هېچا په ضد نه کارول کېږی او د پاکستان دا اندېښنې د دوی د کورنیو ستونزو پایلې دی.
گهیځ