ا.ا د امام علی رحمان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې په افغانستان کې د تاجکستان پولې سره د ورانکاریو په موخه کمپونه جوړ شوی دی

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومی ۲۱مه) د افغانستان اسلامی امارت وایی، د تاجکستان د ولسمشر امام علی رحمان دا ادعا ناسمه ده چې ګواکې افغانستان کې له تاجکستان سره په سرحدی سیمو کې د ورانکاریو په موخه کمپونه جوړ شوی دی.
تر دې وړاندې د تاجکستان ولسمشر ویلی و چې، د دغه هېواد د استخباراتو له مخې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې تر ۴۰ زیات د ترهګرو کمپونه او د روزنې مرکزونه، چې تر شپږ زره ډېر وسله وال په کې دی، جوړ شوی دی.
خو تازه د اسلامی امارت د ویاندویۍ غړی بلال کریمی دا ادعا رد کړې او وایی، دوی ټولو ګاونډیو هیوادونو ته ډاډ ورکوی، چې پولې یې خوندی دی.
نوموړی وایی له افغان خاورې به د تاجکستان په ګډون هیڅ هیواد ته ګواښ نه پېښېږی.
د بلال کریمی په وینا، اسلامی امارت له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړی.
هغه په زغرده ویلی چې، له هیواده ځنی تښتیدلې مغرضې، تخریبی کړۍ او اشخاص نړیوالو او ګاونډیو هیوادونو ته ناسم معلومات لېږدی، چې په هیڅ حقیقت نه لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.