ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوایی یا ثور ۱۵مه او د مۍ میاشتې ۵مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی، چې د اتڼ کوونکو کسانو کار د دوی د حکومت «پالیسی» نه ده.
پر ټولنیزو رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاری چې ا.ا ته منسوب یو شمېر وسله وال اتڼ کوی او په کم واټن کې یې شا ته د مسعود قبر دی.
د مسعود یو شمېر پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې اتڼ غندلی او دا کار یې د احمد شاه مسعود شخصیت او مزار ته سپکاوی بللی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلی دی: «هڅه روانه ده چې د دغه ناسم عمل انګیزه معلومه شی او د دا ډول اعمالو مخه به ونیول شی.»
مجاهد پر خپل ټویټر لیکلی، چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه یو شمېر ځوانان په اختر کې د تفریح لپاره پنجشیر ته تللی وو او دا کار یې کړی دی.
نوموړی بې له دې چې د احمدشاه مسعود نوم واخلی، په ورته وخت کې ویلی، چې د دغو کسانو موخه د جهادی شخصیتونو سپکاوی نه و.
گهیځ