ا.ا له چین څخه افغان سوداګرو ته د وېزې په ورکړه کې د چټکتیا غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولی ۵مه او د جون میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د ا.ا امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی په کابل کې د چین له سفیر وانګ یې سره کتلې دی.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر ټویټر لیکلی، چې ښاغلی متقی د چین له سفیر څخه د بشری مرستو د مننې کولو تر څنګ وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د چین د وېزو د ورکړې لړۍ چټکه کړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر غوښتنې ته د چین سفیر په ځواب کې ویلی، چې د وېزو د ورکړې لپاره په چمتوالی بوخت دی.
د بلخی وایی، دوی له زلزله ځپلو سره په مرستو، پر سیاسی مسایلو، د افغانستان او چین ترمنځ پر ګډې سوداګرۍ، بشری مرستو او چین ته د افغان محصلینو د بېرته ګرځېدو په باب هراړخیزې خبرې وکړې.
د بلخی په وینا، دواړو لوریو ژمنه کړې چې سږ کال به چین ته د افغان ځنغوزیو لېږد کې هم د پاموړ چټکتیا راشی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.