ا.ا: په بلخاب کې ملکی وګړو ته هیڅ ډول تلفات نه دی اوښتې

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۷مه او د جون میاشتې ۲۸مه نېټه ده) ا.ا د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د ملکی تلفاتو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان او د بشری حقونو د څار ادارې راپور رد کړ.
د ا.ا مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه (دوشنبه، د چنګاښ۶مه) پر خپل ټوېټر لیکلی چې په بلخاب کې د ملکی وګړو د وژنې په اړه د بخښنې نړیوال سازمان راپور بې بنسټه دی.
تر دې وړاندې د بخښنې نړیوال بنسټ او د بشری حقونو د څار بنسټ ویلی وو، چې د بلخاب په ولسوالۍ کې د ا.ا امارت ځواکونو د غچ اخستو په لړ کې ولسی خلک اعدام او په ډله ییزه توګه وژلی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.